د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په بامیان ولایت کې یې د "کورنۍ باغ" په نوم سوداګریز، تفریحي او کلتوري کمپلیکس د ښځو لپاره پرانېست.
په باميانو ولايت کې د دغې موسسې د نمايندګۍ رييس محمد اشرف نيازي وويل چې دغه کمپلکس د باميانو د مرکز په دشت عيسى خان سيمه کې د ٥٦ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
د هغه په وينا، په دغه کمپلکس کې د مسلکي حرفوي زده کړو يو مرکز، بازار، رسټورانټ، د استوګنې تالار، شنه چاپېريال او د اوبو او برېښنا په عصري سيستم سمبال تفريحي او خدماتي پارکونه شامل دي.
هغه په ډاګه کړه، چې په دې لړ کې به نجونو او مېرمنو ته حرفوي، کمپيوټر، ژبه او قرانکريم تدريس شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته د نجونو او ښځو پر زده کړو، زده کړو، کار او تګ راتګ بندیز ولګاوه.
جمهورخبري آژانس