۰

د خوړو نړیوال سازمان له افغانستان سره د ۷۶۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۰
د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د ۷۶۰ میلیونه ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.
د خوړو نړیوال سازمان له افغانستان سره د ۷۶۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه
د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د ۷۶۰ میلیونه ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان نن چهارشنبه د کب په ۹ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو لپاره دغې بودجې ته اړتیا ده.

د اعلامیې پر بنسټ، د خوړو نړیوال سازمان په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې پر څه باندې ۸ میلیونو وګړو نغدي مرستې یا خوراکي توکي وېشلي دي.

اعلامیې زیاته کړې چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه خلک نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځایه راځي.

د خوړو نړیوال سازمان دا هم ویلي چې په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان او امیندواره ښځې خوارځواکي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي