د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د ۷۶۰ میلیونه ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان نن چهارشنبه د کب په ۹ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو لپاره دغې بودجې ته اړتیا ده.
د اعلامیې پر بنسټ، د خوړو نړیوال سازمان په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې پر څه باندې ۸ میلیونو وګړو نغدي مرستې یا خوراکي توکي وېشلي دي.
اعلامیې زیاته کړې چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه خلک نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځایه راځي.
د خوړو نړیوال سازمان دا هم ویلي چې په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان او امیندواره ښځې خوارځواکي دي.
جمهورخبري آژانس