په داسې حال کې چې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ رانژدې کېږي، د ازادۍ جبهې ویلي چې طالبانو له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې کورنۍ رسنۍ د ترهګرۍ په تبلیغاتي ژبه بدلې کړې دي.
دغې جبهې د جمعې په ورځ د ثور په ۱۴مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د هېواد پر رسنیو د نه زغم وړ بندیزونه لګولي دي.
د دغې جبهې د اعلامیې پر بنسټ، طالبان اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو د بشري حق په توګه نه پیژني او خبریالان یې د ګواښونو، بندیانو او جبر له لارې خپل مسلک پریښودو ته اړ کړي دي.
جبهه ازادي راډیو ته وویل، په تېرو دوه نیمو کلونو کې د طالبانو رژیم کورنۍ رسنۍ د ترهګرۍ او افراطیت لپاره د پروپاګند په لاوډ سپیکرونو بدلې کړې دي.
دغه جبهه په ډاګه کړه، چې د طالبانو دغه چلند د هېواد د ځوانانو په منځ کې د افراطیت او د ترهګرو ډلو د جلب او جذب زمینه زیاته کړې ده.
جمهورخبري آژانس