۰
ازادۍ جبهه:

طالبانو کورنۍ رسنۍ د ترورېزم لپاره د پروپاګند په خوله بدلې کړې دي

شنبی ۱۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۹
په داسې حال کې چې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ رانژدې کېږي، د ازادۍ جبهې ویلي چې طالبانو له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې کورنۍ رسنۍ د ترهګرۍ په تبلیغاتي ژبه بدلې کړې دي.
طالبانو کورنۍ رسنۍ د ترورېزم لپاره د پروپاګند په خوله بدلې کړې دي
په داسې حال کې چې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ رانژدې کېږي، د ازادۍ جبهې ویلي چې طالبانو له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې کورنۍ رسنۍ د ترهګرۍ په تبلیغاتي ژبه بدلې کړې دي.

دغې جبهې د جمعې په ورځ د ثور په ۱۴مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د هېواد پر رسنیو د نه زغم وړ بندیزونه لګولي دي.

د دغې جبهې د اعلامیې پر بنسټ، طالبان اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو د بشري حق په توګه نه پیژني او خبریالان یې د ګواښونو، بندیانو او جبر له لارې خپل مسلک پریښودو ته اړ کړي دي.

جبهه ازادي راډیو ته وویل، په تېرو دوه نیمو کلونو کې د طالبانو رژیم کورنۍ رسنۍ د ترهګرۍ او افراطیت لپاره د پروپاګند په لاوډ سپیکرونو بدلې کړې دي.

دغه جبهه په ډاګه کړه، چې د طالبانو دغه چلند د هېواد د ځوانانو په منځ کې د افراطیت او د ترهګرو ډلو د جلب او جذب زمینه زیاته کړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي