۰

صادق: له افغانستان سره د اړیکو له پامله غورځول د پاکستان په زیان تمام شوي

پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۵۲
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، په یوه سیمه‌ییزه غونډه کې د کابل او اسلام‌‎اباد ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي غوښتنه کړې ده.
صادق: له افغانستان سره د اړیکو له پامله غورځول د پاکستان په زیان تمام شوي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، په یوه سیمه‌ییزه غونډه کې د کابل او اسلام‌‎اباد ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغه «د پاکستان او افغانستان اړیکې د ترهګرۍ تر سیوري لاندې» په نوم غونډه کې خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د اړیکو له پامه غورځول تل د پاکستان په زیان تمام شوي دي او پاکستان باید ژر تر ژره له افغان دولت او ولس سره رغنده تعامل پیل کړي، چې مثبتو پایلو ته ورسېږي.

محمد صادق زیاته کړې:«د افغانستان اړیکې، د پاکستان لپاره له خورا مهمو اړیکو څخه دي. کله چې مو دا اړیکې له پامه غورځولي، تاوان مو ورکړی دی. دا مشهوره اصطلاح چې وایي، پر وخت یو بخۍ نهه بخۍ خوندي کوي. له افغانستان سره زموږ پر اړیکه پوره صدق کوي.»

په دغې غونډه کې، د ازبیکستان د منځنۍ اسیا د نړۍوالو مطالعو د انسټېټیوت رییس جولان وخابوف هم افغانستان د سیمې لپاره یوه سټراټېژیکه فرصت بللی او د خپل هېواد په بهرني سیاست کې یې له افغانستانه ملاتړ کړی دی.

جولان وخابوف ویلي:«موږ افغانستان ته د یوه سټراټېژیک فرصت په سترګه ګورو؛ د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ همکاري. زموږ دریځ روښانه دی، د نښلولو له لارې ثبات دا زموږ د بهرني سیاست بنسټ دی.»

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي