د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، په یوه سیمهییزه غونډه کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښهوالي غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، په یوه سیمهییزه غونډه کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښهوالي غوښتنه کړې ده.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغه «د پاکستان او افغانستان اړیکې د ترهګرۍ تر سیوري لاندې» په نوم غونډه کې خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د اړیکو له پامه غورځول تل د پاکستان په زیان تمام شوي دي او پاکستان باید ژر تر ژره له افغان دولت او ولس سره رغنده تعامل پیل کړي، چې مثبتو پایلو ته ورسېږي.
محمد صادق زیاته کړې:«د افغانستان اړیکې، د پاکستان لپاره له خورا مهمو اړیکو څخه دي. کله چې مو دا اړیکې له پامه غورځولي، تاوان مو ورکړی دی. دا مشهوره اصطلاح چې وایي، پر وخت یو بخۍ نهه بخۍ خوندي کوي. له افغانستان سره زموږ پر اړیکه پوره صدق کوي.»