۰

طالبانو د نورستان د بیروج ډبرې ۱۶۵ کیلوګرامه وپلورلې

دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۲۱
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د نورستان ولایت څخه د ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج ډبرې د پلور اعلان وکړ.
طالبانو د نورستان د بیروج ډبرې ۱۶۵ کیلوګرامه وپلورلې
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د نورستان ولایت څخه د ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج ډبرې د پلور اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن دوشنبې ( د چنګاښ ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ څخه ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج ډبره په یوه پرانیستې داوطلبۍ کې په ۱۲۰ ملیون افغانیو پلورلې ده.

د وزارت په وینا، د ټول مقدار څخه ۱۲ ملیون افغانۍ د حکومت ونډه وه او پاتې نور یې د کانونو شرکتونو ته ځانګړې شوې وه.

طالبانو وویل چې دا لومړی ځل دی چې د نورستان له کانونو څخه استخراج شوي یاقوتونه هم پلورل شوي دي.

د طالبانو ډله د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پورې اړوند داوطلبۍ کې د ځان لپاره لس سلنه عاید ځانګړي کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي