په خوست ولایت کې د طالبانو د استخباراتو جنګیالیو د ټولنیزو رسنیو یو فعال محمدالله ګران نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوست ولایت د مدني فعال محمدالله ګران خپلوانو نن چهارشنبې (د وږي ۲۶
مه) وویل چې د هغه د نیولو لامل په فیسبوک کې انتقادي پوسټونه وو.
د دې مدني فعال له نیول کیدو وروسته، طالبانو د هغه له حساب څخه انتقادي پوسټونه حذف کړل.
ګران تر ډیره د ټولنیزو ستونزو په اړه لیکل کول، او دا مسله د سیمه ایزو طالبانو د سخت چلند لامل شوې ده.
د هغه یو خپلوان وویل: هغه پخوا په خوست کې د طالبانو ادارو لخوا څو ځله احضار شوی و او د انتقادي پوسټونو خپرولو څخه منع شوی و.
جمهورخبري آژانس