سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د سمنګان ولایت د ولایتي شورا یو غړی سید حلیم سادات د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، سید حلیم سادات له څلورو نورو کسانو سره یو ځای د بغلان ولایت د چشمه شېر نومي سیمه کې طالبانو نیولی وو.
د سمنګانو د پولیسو ویاند منیر احمد رحیمي ویلي، د ولایتی شورا غړی د بغلان ولایت په چمشه شېز سیمه کې طالبانو برمته کړی وو.
نوموړي زیاته کړې، سادات د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی، چې مړی یې د پل خاټو په سیمه کې موندل شوی دی.
تر اوسه پورې د څلورو تنو نور برخلیک نه دی روښانه او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ د هرات ولایت د فارسي ولسوال ولسوال او زوی یې هم په یوه برید کې وژلي وو.
جمهورخبري آژانس:سمنګان