د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برارد د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي لیو جیان سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي، د ښاغلي برارد او ښاغلي جیان لیدنه پرون جمعه د وږي ۲۸ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د چین ځانګړي استازي د افغان سولې پروسې او د بین الافغاني خبرو په اړه بحث وکړ.
د وردګ په خبره د چین ځانګړي استازي د خپل هېواد له لوري د همکاریو ډاډ او دغه راز یې د چین د بهرنیو چارو وزیر احترامات ملا صیب ته وړاندې کړل.
د چین ځانګړی استازی پر داسې مهال د طالبانو له مرستیال او سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره ګوري، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې خبرې روانې دي.
دواړه لوري د اجنډا پر ټاکلو بحث کوي، چې تر اوسه یې په ځینو مسایلو توافق کړی خو ځینې لا هم پاتي دي، چې د معلوماتو پر بنسټ په نننۍ ناسته کې به وروستي کړی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل