طالبانو ادعا کړې، چې په هېواد کې د فقر او بېوزلۍ د مخنیوي په خاطر یې ګڼ کاري فرصتونه رامنځ ته کړي دي.
طالب ویاند مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«اسلامي امارت ګڼ کاري فرصتونه رامنځ ته کړي دي.»
نوموړي زیاته کړې د ښاروالیو فعالیتونه، د کانونو راایستل، سوداګریز فرصتونه، د کانالونو جوړول، د صادراتو زیاتېدل، د کرنې برخه کې پروژې، بیارغونې لویې پروژې او سړک جوړونه هغه بېلګې دي، چې خلکو ته یې هېواد کې د کار زمینه برابره کړې ده.
طالبان د کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو ادعا پر داسې مهال کوي، چې د دغه ډلې په واک ته رسېدو سره د خلکو بې کاري او فقر ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دی او د نړیوالو راپورونو پر اساس همدا اوس ۲۳ میلیونه افغان وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس