د طالبانو ډلې حکومتي چارواکو په حیرتان بندر کې د استراس دولتي شرکت ۴۹ "تاجک او ازبک" کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.
د هغه رسمي مکتوب پر بنسټ چې رسنیو ته استول شوی، د اسټراس شرکت د طالبانو مشر سردار محمد حیدري د دغو کارکوونکو د دندو د لغوه کولو فرمان لاسلیک کړی دی.
په دغه مکتوب کې ټاکل شوې چې د سرطان له لومړۍ نېټې څخه تر دویمې نېټې پورې د دغو کارکوونکو حضور وځنډول شي.
د اسټراس شرکت ویلي، چې دغه پرېکړه د وزیرانو شورا د پرېکړې پر بنسټ شوې ده.
د یادولو وړ ده چې اسټراس یو نیم دولتي شرکت دی چې د افغانستان دولتي ادارې ۶۰ سلنه او دوه روسي شرکتونه ۴۰ سلنه لري.
جمهورخبري آژانس