طالبان د پاکستان د هغې پریکړې هرکلی کوي چې ډیپلوماټیکې اړیکې یې له شارژدافیر څخه سفیر ته لوړې کړې دي.
د جمهور اژانس په وینا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (غبرګولي ۹ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې وزارت یې د پاکستان د حکومت د هغې پریکړې هرکلی کوي چې په کابل کې د دې هیواد د ډیپلوماټیک ماموریت کچه سفیر ته لوړه کړي.
طالبانو وویل چې د ډلې امارت به په متقابل ډول په اسلام آباد کې د خپل سفارت د شارژدافیر کچه سفیر ته لوړه کړي.
طالبان وايي چې د ډلې او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو لوړول د دواړو هیوادونو ترمنځ په بیلابیلو سکتورونو کې د همکارۍ پراخولو ته لاره هواروي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پرون په خپل X پاڼه کې ولیکل چې هغه خوښ دی چې د پاکستان د حکومت د پریکړې اعلان کوي چې په کابل کې د خپل شارژدافیر کچه سفیر ته لوړه کړي.
هغه لیکلي چې هغه ډاډه دی چې دا ګام به د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اقتصادي، امنیتي، سوداګرۍ او دوه اړخیزو همکاریو په برخو کې د اړیکو د زیاتوالي، همکارۍ ژورولو او همدارنګه د دواړو خواوو ترمنځ د لا زیاتو تبادلو په هڅولو کې مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس