۰

حماس: د اوربند طرحې ځينې مواردو کې دې بدلون راشي

یکشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۲۳
د حماس ویاند غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز شوې طرحې ته په ځواب کې ویلي، چمتو دي، چې د فلسطیني بندیانو د ازادېدو په بدل کې لس تنه اسراییلي بندیان خوشې او ۱۸ جسدونه وسپاري.
حماس: د اوربند طرحې ځينې مواردو کې دې بدلون راشي
د حماس ویاند غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز شوې طرحې ته په ځواب کې ویلي، چمتو دي، چې د فلسطیني بندیانو د ازادېدو په بدل کې لس تنه اسراییلي بندیان خوشې او ۱۸ جسدونه وسپاري.

د حماس ویاند همداراز د امریکا له لوري د وړاندیز شوې طرحې په ځینو مواردو کې د بدلون غوښتنه کړې.

نوموړي په خپلو غوښتنو ټینګار کړی چې په‌کې دایمي او بشپړ اوربند، له غزې د اشغالګرو پوځیانو وتل او بشري مرستو لېږد شامل دی، هغه څه چې د امریکا په وړاندیز شوې طرحه کې ځای نه دی ورکړل شوی.

خو امریکا بیا له دې غوښتنې شاتګ کړی. د امریکا ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ویلي، حماس باید د خبرو لپاره چې راتلونکې اونۍ پیلېدلی شي وړاندیز شوی چوکاټ ومني.

د امریکا له لوري د وړاندیز شوې طرحې جزیات لا هم نه دي په ډاګه شوي، چې کوم موارد په کې شامل دي.

بلخوا تازه راپورونه وایي، چې د غزې رفح ښار لوېدیځ کې اسراییلو د مرستو وېش ځای ته څېرمه پر خلکو ډزې کړې، چې ۱۴تنه یې شهیدان او ۵۰ نور یې ټپیان کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي