د وینزویلا ولسمشر نتانیاهو د ۲۱مې پیړۍ هټلر وباله او ویې ویل چې هغه په نړۍ جګړه مسلط کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د وینزویلا ولسمشر مادورو نن سهار (د غبرګولي ۲۸ مه) د ایران په خاوره کې د صهیونیسټ رژیم یرغل وغانده او د نړۍ د هیوادونو څخه یې د ایران لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه.
هغه وویل چې نتانیاهو د ۲۱مې پیړۍ هټلر دی چې په منځني ختیځ، لویدیځې آسیا او ټولې نړۍ باندې جګړه مسلط کوي، چې پایلې به یې خورا ویجاړونکې وي.
هغه زیاته کړه: زه له هغو کسانو څخه چې سیاسي ځواک او پوځي وسایل لري غوښتنه کوم چې د ایراني ملت په وړاندې د صهیونیسټ پوځ د جنایي بریدونو مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د نتانیاهو په مشرۍ ظالم صهیونیسټ رژیم د تیرې جمعې راهیسې د ایران په خاوره د تیری کولو سره په سیمه کې وضعیت په بحراني حالت کې اچولی دی، چې سیمې ته یې خورا خطرناک راتلونکی راوړی دی.
جمهورخبري آژانس