۰

د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

دوشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۲۵
د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې تر ۲۰۲۵ د مارچ تر ۳۱مې پورې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه له یو میلیارد امریکایي ډالرو اوښتې ده.
د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې
د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې تر ۲۰۲۵ د مارچ تر ۳۱مې پورې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه له یو میلیارد امریکایي ډالرو اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هند له افغانستانه د ۶۸۹ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره کړي، چې دا کچه د تېر مالي کال په پرتله ۷٫۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

همداراز، افغانستان ته د هند د صادراتو کچه څه باندې ۳۱۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي، چې دغه هېواد د افغان محصولاتو پر وارداتو تعرفه صفر کړې، څو له افغان سوداګرو او کروندګرو ملاتړ وشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي