پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۵ ته پورته شوی دی.
په پاکستان کې له پيښو سره د مبارزې ادارې پرون یکشنبه ( د چنګاښ ۸مه) ویلي، د سر ډیر زیان له افغانستان سره په پوله خیبرپښتونخوا ایالت کې اوښتی دی.
دغه ایالت کې سیلابونو ۲۱ تنه مړه کړي چې ۱۱ یې ماشومان دي.
یوازې ۱۴ تنه په سوات کې د تیرې جمعې په ورځ هغه مهال مړه شول چې د سیلاب اوبو په یوه وړه غونډۍ ایسار کړل او ژغورنې ته یې څوک ور و نه رسېدل.
په سند، پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې هم له تیرې چهارشنبې راهیسې موسمي بارانونو او سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.
جمهورخبري آژانس