۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: موږ له طالبانو سره رسمي اړیکه نه لرو

شنبی ۲۱ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۰۸
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د هغه هیواد له ۲۰۲۱ کال راهیسې له طالبانو سره رسمي اړیکه نه ده لرلې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: موږ له طالبانو سره رسمي اړیکه نه لرو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د هغه هیواد له ۲۰۲۱ کال راهیسې له طالبانو سره رسمي اړیکه نه ده لرلې.

د جمهور اژانس د خبر له مخې ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰ مه) په کوالالمپور کې په یوه سیمه ییزه غونډه کې وویل: افغانستان زموږ ګاونډی هیواد دی. موږ تل ټینګار کړی چې د هغه هیواد سوله او ثبات د پاکستان د امنیت لپاره حیاتي دی، خو له بده مرغه، زموږ د هڅو سره سره، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ هیڅ ډول ډیپلوماټیکې اړیکې نه دي ټینګې شوې.

هغه زیاته کړه: زه یوه بشپړه ورځ په افغانستان کې وم او مستقیماً مې د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړې. دا سفر زموږ د اړیکو د بیا رغولو او د تاوتریخوالي کمولو د هڅو یوه برخه وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: موږ په وار وار له طالبانو څخه غوښتي چې د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي.

هغه وویل: "موږ په صادقانه توګه د افغانستان د ګټو لپاره کار کړی او موږ تمه لرو چې د طالبانو ډله به هم په جدي توګه د پاکستان پر وړاندې ترهګریز فعالیتونه ودروي. د تحریک طالبان پاکستان ګواښ باید پای ته ورسیږي."

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي