۰

د طالبانو ادعا: د اسلامي هېوادونو ۲۵۰ شرکتونه په افغانستان کې پانګونه کوي

دوشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۸:۳۴
په پنجشیر کې د طالبانو والي د څو اسلامي هېوادونو سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل او اعلان یې وکړ چې د اسلامي هېوادونو ۲۵۰ شرکتونه په افغانستان کې پانګونه کوي.
د طالبانو ادعا: د اسلامي هېوادونو ۲۵۰ شرکتونه په افغانستان کې پانګونه کوي
په پنجشیر کې د طالبانو والي د څو اسلامي هېوادونو سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل او اعلان یې وکړ چې د اسلامي هېوادونو ۲۵۰ شرکتونه په افغانستان کې پانګونه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په پنجشیر کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د زمري ۲۰ مه) په یوه بیان کې وویل چې د دې ولایت والي محمد اقا حکیم د قطر، سعودي عربستان، ترکیې، بحرین، عراق، عمان، مالیزیا، فلسطین، سوریې او هند له عالمانو، پانګوالو او شرکتونو مالکانو سره ولیدل.

د دې هېوادونو عالمانو، پانګوالو او شرکتونو مالکانو په غونډه کې وویل چې دوی په یوه پلان کار کړی چې له مخې به یې د اسلامي هېوادونو ۲۵۰ شرکتونه او پانګوال په افغانستان کې هر یو ۹۰۰،۰۰۰ ډالر پانګونه وکړي.

د دې هېوادونو پانګوالو په پنجشیر کې پانګونې ته خپله لیوالتیا څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې دوی به د افغانستان ریښتینی انځور نړۍ ته منعکس کړي.

د پنجشیر والي وویل چې د طالبانو امارت د پخوا په پرتله د پانګونې لپاره ښه شرایط برابر کړي دي او د اسلامي هیوادونو پانګوال باید د طالبانو د رژیم ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي