۰

فایق: د خپلواکۍ د ورځې ریښتینې لمانځنه د طالبانو له واکمنۍ څخه ازادي ده

چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۲۰
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت مشر وايي، د خپلواکۍ د ورځې ریښتینې لمانځنه د طالبانو له واکمنۍ څخه ازادي ده.
فایق: د خپلواکۍ د ورځې ریښتینې لمانځنه د طالبانو له واکمنۍ څخه ازادي ده
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت مشر وايي، د خپلواکۍ د ورځې ریښتینې لمانځنه د طالبانو له واکمنۍ څخه ازادي ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت مشر، ناصر احمد فایق، نن چهارشنبې  (د زمري ۲۹ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د خپلواکۍ د ورځې ریښتینې لمانځنه د طالبانو له واکمنۍ څخه ازادي ده.

هغه زیاته کړه: خپلواکي به هغه وخت معنی ولري کله چې د طالبانو فکري او سیاسي اشغال، او همدارنګه اقتصادي انحصار پای ته ورسیږي.

د فایق په وینا، خلک له فقر، بې کارۍ، مهاجرت او بې عدالتۍ سره مخ دي.

د فایق په وینا، تر هغه چې خلک، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، له خپلو اساسي آزادیو او حقونو څخه محروم وي، د خپلواکۍ په اړه خبرې کول یوازې یو تش شعار دی.

د یادونې وړ ده چې پرون، د اسد ۲۸، د هیواد د خپلواکۍ او له بریتانیا څخه د آزادۍ ۱۰۶مه کلیزه وه.

د طالبانو ډلې پرون دا ورځ ولمانځله.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي