۰
په هرات کې زړه بوږنوونکې پېښه؛

د طالبانو ډلې د "هري کاروان" ترانسپورتي شرکت چارواکي احضار کړل

چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۵۱
په هرات ولایت کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ چې تېره شپه په دې ولایت کې د یوې مرګونې ترافیکي پېښې وروسته یې د "هري کاروان" ترانسپورتي شرکت چارواکي احضار کړي دي.
د طالبانو ډلې د "هري کاروان" ترانسپورتي شرکت چارواکي احضار کړل
په هرات ولایت کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ چې تېره شپه په دې ولایت کې د یوې مرګونې ترافیکي پېښې وروسته یې د "هري کاروان" ترانسپورتي شرکت چارواکي احضار کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د والي د رسنیو دفتر نن چهارشنبې (د زمري ۲۹مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې ولایت د والي اسلام جار په امر، د "هري کاروان" ترانسپورتي شرکت چارواکي تر بلې خبرتیا پورې د څېړنې لپاره احضار شوي دي ترڅو دا زړه بوږنوونکې پېښه په بشپړه توګه وڅېړل شي او موضوع اړوندو ادارو ته وسپارل شي ترڅو اړین او قانوني اقدامات وشي.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه شاوخوا ۸ بجې، د "هري کاروان" شرکت اړوند یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس چې له ایران څخه کابل ته راستانه شوي کډوال لېږدول، د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په شاوخوا کې له موټرسایکل او مزدا موټر سره ټکر وکړ چې له امله یې ۷۸ کسان ووژل شول.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي