۰

سراج الدین حقاني: چین تل له افغانستان سره ښې اړیکې لري

پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۳۳
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر چین یو ښه ګاونډی وباله او ویې ویل چې تل یې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودې.
سراج الدین حقاني: چین تل له افغانستان سره ښې اړیکې لري
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر چین یو ښه ګاونډی وباله او ویې ویل چې تل یې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تېره شپه (د زمري ۲۹ مه) اعلان وکړ چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره ولیدل.

حقاني د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې تاریخي وبللې او چین یې یو ښه ګاونډی وباله چې تل یې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودې.

د چین د خلکو جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل: "زموږ اړیکې له افغانستان سره ژورې تاریخي ریښې لري."

په دې غونډه کې دواړو خواوو د امنیت، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې، د ګډو سرحدي نقطو د امنیت او د سرحدي ځواکونو، سوداګرۍ، کرنې او روزنیزو پروګرامونو د همغږۍ په اړه هم خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون کابل ته راغلی و ترڅو د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږمه غونډه کې برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي