۰

په سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او ټپیان شول

شنبی ۱ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۴۲
په سمنګان ولایت کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ چې په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه او ټپیان شوي دي.
په سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او ټپیان شول
په سمنګان ولایت کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ چې په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه او ټپیان شوي دي.

 د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سمنګان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني نن شنبې (د وږي اوله) وویل چې د دې ولایت د خلم ولسوالۍ په شاوخوا کې د مسافر وړونکي موټر د سړک څخه د اوښتو له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شول.

رحماني زیاته کړه چې دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې موټر له کندز ولایت څخه مزار شریف ته روان و او د کابل بانک مخې ته له عمومي لویې لارې څخه اوښتی و.

د پېښې قربانیان د کندز او مزار شریف اوسیدونکي وو او د درملنې لپاره د خلم ولسوالۍ کلینیک ته لیږدول شوي وو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي