د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پاکستان ته د ۱۰۵ ټنه غیر معیاري جوارو د بیرته لېږلو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبې (د وږي ۵ مه) په یوه بیان کې وویل چې د ننګرهار ولایت په تورخم بندر کې د نباتاتو د قرنطین مدیریت څانګې چارواکو له پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۰۵ ټنه غیر معیاري جوارو د وارېدېدو مخه ونیوله او هغه هیواد ته یې بیرته واستوله.
مخکې له دې، په تورخم بندر کې لسګونه ټنه کچالو او نور غیر معیاري کرنیز محصولات پیژندل شوي وو او بیرته پاکستان ته راستانه شوي وو.
جمهورخبري آژانس