د طالبانو ډلې اعلان کړی چې په یوه ورځ کې له ایران او پاکستانه له ۱۷۰۰ څخه زیاتې کورنۍ راستنې شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د ستونزو د حل لپاره د طالبانو د عالي کمیسیون د رسنیو دفتر نن شنبې (د وږي ۲۹ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې پرون، ۱،۱۶۸ افغان کورنۍ، چې ۶۳۰ کورنۍ یې د ننګرهار د تورخم له لارې، ۲۰۸ کورنۍ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۶۷ کورنۍ یې د نیمروز د پل ابریشم له لارې، ۷۸ کورنۍ یې د هلمند د بهرامچه له لارې او ۱۸۵ کورنۍ یې د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
طالبانو ویلي چې دغو کورنیو ته د طالبانو امارت له خوا مرسته ورکړل شوې کله چې دوی هېواد ته راستانه شول.
د یادونې وړ ده چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه روانه ده.
جمهورخبري آژانس