۰

طالبان پاکستان ته: تور لګول او د زور کارول د هیچا په ګټه نه دي

شنبی ۲۹ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۴۱
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې تور لګول او د زور کارول د هیچا په ګټه نه دي.
طالبان پاکستان ته: تور لګول او د زور کارول د هیچا په ګټه نه دي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې تور لګول او د زور کارول د هیچا په ګټه نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، نن شنبې (د وږي ۲۹ مه) د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څیړنو مرکز سره په خبرو کې وویل چې یو بل تورنول، د زور کارول او داسې چاپیریال رامینځته کول چې د ستونزو حل کول ستونزمن کړي، د دواړو خواوو په ګټه نه دي.

طالبانو وویل چې طالبان په پاکستان کې ناامني نه غواړي او که چیرې د دواړو خواوو ترمنځ کومه ستونزه رامنځته شي، نو باید د ورورګلوۍ په فضا او د خبرو اترو له لارې حل شي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د دفاع وزیر پرون ویلي وو چې د افغانستان خاوره د دې هیواد پر وړاندې کارول کیږي.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي