۰

په غزني ولایت کې د ۷۲ کیلوګرامه اپینو د قاچاق مخنیوی

دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۰۷
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په غزني ولایت کې د ۷۲ کیلوګرامه اپینو د قاچاق مخنیوي اعلان وکړ.
په غزني ولایت کې د ۷۲ کیلوګرامه اپینو د قاچاق مخنیوی
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په غزني ولایت کې د ۷۲ کیلوګرامه اپینو د قاچاق مخنیوي اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې (د وږي ۳۱ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې په غزني ولایت کې د ۷۲ کیلوګرامه اپینو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: د غزني ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د لویې لارې پولیسو د کشفي راپور په ترڅ کې دوه کسان ونیول چې په مهارت سره یې د یاد ولایت د البدر څلور لارې ته نږدې په دوو موټرو کې ۷۲ کیلوګرامه اپین د پورته ذکر شویو مخدره توکو سره لیږدول.

نیول شویو کسانو پلان درلود چې دا اندازه مخدره توکي، چې دوی له بدخشان ولایت څخه هلمند ولایت ته راوړي وو، قاچاق کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي