په پنجشیر کې ځایي طالبانو د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا د ۵۵ ملیون افغانیو په لګښت د ۱۷ پراختیایي پروژو د پیل اعلان وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو د والي د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د وږي ۳۱مه) په یوه بیان کې وویل چې د انابه او اسبار پنجشیر په ولسوالیو کې د ۵۵ ملیون افغانیو په لګښت په ۱۷ پراختیایي پروژو کار پیل شوی دی.
په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو او پلچکونو، استنادي دیوالونو، بندونو او اوبو لګولو کانالونو جوړول شامل دي، چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) لخوا تمویل کیږي او د راتلونکي نسلونو افغانستان (FGA) لخوا پلي کیږي، چې د زیربنایي ګټو چمتو کولو سربیره، شاوخوا ۱۰۰۰ سیمه ایزو کارګرانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
په دې پروګرام کې د څارویو محصولاتو پروسس کول، د وزو ویشل او د کرنیزو مرستو چمتو کول شامل دي.
جمهورخبري آژانس