په کابل کې د قزاقستان سفیر د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر سره ولیدل او په نږدې راتلونکي کې یې د ختیځو ولایتونو د ټپیانو د وړیا درملنې لپاره د ۲۰ کسیزې تخنیکي جراحي ډلې د راتګ اعلان وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبې (د تلې اوله) په یوه اعلامیه کې وویل چې وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګیزیز اکباسوف سره ولیدل.
دواړو لوریو د زلزلې قربانیانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کول، د روغتیايي کارمندانو د ظرفیت لوړول، د سرطان او زړه ناروغیو په برخه کې همکاري، د روغتیايي مرکزونو لپاره د طبي تجهیزاتو چمتو کول، او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پراخول په ګډون په مختلفو مسلو بحث وکړ.
مولوي نور جلال جلالي وویل چې د زلزلې له امله د هیواد په ختیځ کې خلکو ته پراخ زیانونه اوښتي دي، باید د زلزلې قربانیانو ته غوره او اغیزمن روغتیايي خدمات وړاندې شي.
د عامې روغتیا وزیر د قزاقستان څخه د زړه ناروغیو، سرطان، رادیولوژي خدماتو او عصبي جراحۍ په برخو کې د همکارۍ او تجربو تبادلې غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه چې قزاقستان په تیرو وختونو کې د روغتیا په برخه کې همکاري درلوده او موږ هیله لرو چې دا همکاري به په یادو شویو برخو کې دوام ومومي.
د قزاقستان سفیر وویل چې افغانستان زموږ دوست هیواد دی او موږ هڅه کوو چې په بیلابیلو سکتورونو کې د افغان روغتیایی کارمندانو لپاره روزنه چمتو کړو او د روغتیا په برخه کې دوامداره همکاري ولرو.
هغه همدارنګه د زلزلې ځپلو خلکو وړیا جراحي ترسره کولو لپاره افغانستان ته د ۲۰ کسیزې تخنیکي جراحي ټیم د لیږلو اعلان هم وکړ.
جمهورخبري آژانس