۰

طالبانو بهر مېشتو افغانانو  د هویت پېژند پاڼو بیه راټیټه کړه

سی شنبه ۱ میزان ۱۴۰۴ ساعت ۱۴:۰۲
د طالبانو د احصایې او معلوماتو څانګې د هغو افغانانو لپاره د هویت کارتونو بیه له ۲۰۰ ډالرو څخه تر ۵۰ او ۱۵۰ ډالرو راټیټه کړه.
طالبانو بهر مېشتو افغانانو  د هویت پېژند پاڼو بیه راټیټه کړه
د طالبانو د احصایې او معلوماتو څانګې د هغو افغانانو لپاره د هویت کارتونو بیه له ۲۰۰ ډالرو څخه تر ۵۰ او ۱۵۰ ډالرو راټیټه کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د  طالبانو د احصایې او معلوماتو څانګې نن سې شنبې (د تلې اوله) په یوه اعلامیه کې وویل چې هغه افغانان چې په ګاونډیو هیوادونو، مرکزي آسیا، هند او ترکیه کې ژوند کوي اوس به د خپلو هویت کارتونو لپاره د ۲۰۰ ډالرو پر ځای یوازې ۵۰ ډالر ورکوي.

هغه افغانان چې په عربي، افریقایي او روسي هیوادونو کې ژوند کوي ۷۰ ډالر به ورکوي او هغه کسان چې په اروپايي هیوادونو، متحده ایالاتو، کاناډا او آسټرالیا کې ژوند کوي د ۲۰۰ ډالرو پر ځای ۱۵۰ ډالر به ورکوي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا نرخونه په بهر کې ژوند کونکو هغو هیوادوالو باندې پلي کیږي چې په شخصي توګه د دوی د بهرني استوګنې اسنادو پراساس د زیږون سندونو ترلاسه کولو لپاره غوښتنه کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي