په هرات ولایت کې سیمه ییزې سرچینې په دې ولایت کې د انټرنېټ خدماتو د بشپړ بندیدو راپور ورکوي.
د سرچینو په وینا، د تیرې شپې (دوشنبې وږي ۳۱مې) راهیسې، د دولتي افغان ټیلیکام (DSL) شرکت انټرنیټ خدمات او همدارنګه د خصوصي شرکتونو پوائنټ-ټو-پوائنټ (P2P) انټرنیټ په بشپړه توګه قطع شوي دي.
یوې باوري سرچینې جمهور خبري اژانس ته وویل:«اوس مهال، په هرات کې هیڅ کور، دولتي دفتر، بانک، سوداګریز ځای، روغتون یا ښوونځی انټرنیټ ته لاسرسی نلري او هرڅوک له جدي ستونزو سره مخ دي.»
ډیری سرچینو تایید کړې چې یوازې د واټس اپ له لارې انټرنیټ زنګونه کول په سختۍ سره امکان لري.
په ورته وخت کې، د بامیان ولایت څخه هم راپورونه راغلي چې په تیرو څلورو ورځو کې په دې ولایت کې انټرنیټ ګډوډ شوی او حتی د سیم کارتونو انټرنیټ خدمات په سمه توګه کار نه کوي.
د جمهور خبري اژانس څېړنې ښيي چې طالبانو په تیرو څو ورځو کې د هیواد په ډیرو ولایتونو کې انټرنیټ ته د خلکو لاسرسی محدود یا په بشپړه توګه قطع کړی دی. د دې ډلې چارواکو ویلي چې په دې اقدام کې د دوی هدف "د ټولنې اصلاح کول او د فحشا موادو ته د لاسرسي مخنیوی دی."
دا په داسې حال کې ده چې انټرنیټ د دولتي ادارو، ګمرکونو، بانکونو، هوایی شرکتونو او د هیواد د نورو حیاتي زیربناوو د فعالیت لپاره یوه اساسي اړتیا ده. شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو دا پریکړه د ډلې د حکومتدارۍ په سټایل کې د بې ثباتۍ نښه کیدی شي او د متحده ایالاتو او نړیوالو ادارو د طالب چارواکو د حرکتونو د تعقیب او څارنې څخه د مخنیوي هڅه وي.
تر اوسه پورې، د طالبانو چارواکو په هرات او نورو ولایتونو کې د انټرنیټ د پراخ بندیدو په اړه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس