۰

د افغانستان د آزادۍ جبهې په راکټي بریدونو کې دوه طالبان ووژل شول

شنبی ۵ میزان ۱۴۰۴ ساعت ۱۹:۵۰
د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان وکړ چې د تخار ولایت کې د طالبانو پر یوه کمپ د جبهې د راکټي بریدونو په پایله کې د دې ډلې دوه جنګیالي ووژل شول.
د افغانستان د آزادۍ جبهې په راکټي بریدونو کې دوه طالبان ووژل شول
د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان وکړ چې د تخار ولایت کې د طالبانو پر یوه کمپ د جبهې د راکټي بریدونو په پایله کې د دې ډلې دوه جنګیالي ووژل شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د آزادۍ جبهې د رسنیو دفتر نن شنبې (د تلې ۵ مه) په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان د آزادۍ جبهې جنګیالیو د پنجشنبې په شپه شاوخوا لس بجې د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه کمپ راکټي برید وکړ.

په بیان کې زیاته شوې ده: په نښه شوی کمپ د قوماندان عبدالمالک تاتار کور و او د طالبانو ډلې په زوره هغه نیولی و.

د آزادۍ جبهې په بیان کې ویل شوي چې د برید په پایله کې دوه طالبان وژل شوي، او د برید د ټپیانو شمیر لا نه دی معلوم، او په برید کې د جبهې کوم جنګیالي ته زیان نه دی رسیدلی.

د طالبانو ډلې تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي