د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د بګرام هوايي ډګر ته د امریکا له بیرته ستنیدو سره مخالفت وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو نن شنبې (د تلې ۵ مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰مې غونډې په څنډه کې د بګرام هوايي ډګر په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو سره خپل مخالفت اعلان کړ.
د دې څلور اړخیزې غونډې ګډونوالو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په ټینګار سره یې د افغانستان دننه یا بهر د امریکا له خوا د پوځي اډې د جوړولو مخالفت وکړ.
د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پرون وویل چې هغه د بګرام هوايي ډګر د تسلیمیدو په اړه له طالبانو سره په خبرو اترو کې دی.
جمهورخبري آژانس