۰

د المان دفاع وزیره افغانستان ته راغله

چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۲
الماني رسنیو رپوټ ورکړی، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر په دوه ورځي سفر افغانستان ته تللې او له خپلو سرتېرو سره یې لیده کاته پیل کړي دي.
د المان دفاع وزیره افغانستان ته راغله

الماني رسنیو رپوټ ورکړی، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر په دوه ورځي سفر افغانستان ته تللې او له خپلو سرتېرو سره یې لیده کاته پیل کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې الماني رسنۍ وايي، دفاع وزيره اورزولا فون دير لاين به د خپلو سرتېرو سربېره له افغان جنرالانو سره هم وګوري.
دغه رسنۍ وايي د دیر لاین د سفر موخه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو ارزونه او دغه راز د افغان جنرالانو سره د افغان پوځ پر پیاوړي کولو خبرې اتري دي.
باید وویل شي المان په پلان کې لري، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم شاوخوا ۸۰۰ سرتېري په افغانستان کي د «پريکړند ملاتړ» په نوم نوي ماموريت کي چي نژدې ۱۲۰۰۰ بهرنيو عسکر به پکي ونډه ولري د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کي مرسته وکړي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین