۰

ترافيکي پېښې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۳۵
د کابل- جلال آباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
ترافيکي پېښې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل- جلال آباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د سروبي نغلو په ګولایۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د سرف، مارسډیز او ټانکر موټرو د جنګېدو له امله رامنځ ته شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندان د معلوماتو له مخې په دې ترافیکي پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
امنیه قوماندان وايي په وژل شویو کسانو کې څلور مېرمنې او یو ماشوم شامل دی او ټپیان ټول روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
چارواکو د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې پروايي او دغه راز تېز تګ ښيي، خو په لاره تلونکي مسافر بیا د سړک تنګوالی د پېښو اصلي لامل بولي.
باید وویل شي، چې د کابل ـ جلال آباد په لویه لاره تر دې وړاندې هم خونړۍ پېښې رامنځ ته شوې دي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین