۰

وسله والو کسانو یو تن دیني عالم و واژه

چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۲۹
چارواکو د دغه دیني عالم د وژنې لامل دا په ګوته کړی، چې نوموړي وژل شوي عالم د اختر په لومړی ورځ په خپل خطاب کې د ملکي وګړو وژنه نارواء او د اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې عمل بللې وو.
وسله والو کسانو یو تن دیني عالم و واژه

چارواکي وايي د دولت وسله والو مخالفینو په پکتیکا ولایت کې یو تن دیني عالم او د جامع جومات خطیب په ډزو و واژه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د پکتیکا ولایت د یحیاخیلو ولسوالۍ د مټاخېلو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د پکیتکا ولایت د مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی دیني عالم مولوي عبدالرحمان نومیده، چې د ملااصغر په کلي کې يې امامت کاوه او د جمعې جومات خطیب هم وو.
چارواکو د دغه دیني عالم د وژنې لامل دا په ګوته کړی، چې نوموړي وژل شوي عالم د اختر په لومړی ورځ په خپل خطاب کې د ملکي وګړو وژنه نارواء او د اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې عمل بللې وو.
پکتیکا والي محب الله صمیم د یوې اعلامیې د خپریدا له لارې د دې برید غندنه کړې او ویلي يې دي، چې وسله وال له یوې خوا زموږ ملکي خلک وژني او بل لوري ته دیني عالمان هم نه پریږدي، چې د دا ډول کړنو په اړه څه ووايي او خلکو ته يې په اړه دیني ارشادات واوروي.
محب الله صميم د افغانستان او نړۍ د دیني عالمانو په ځانګړي ډول د علماوو د سراسري شورا څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په باب خپل دریځ په ډاګه کړي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې وژنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اختر په دوهم ورځ د ولسمشر کرزي د تره زوي قومي مخور او د کندهار ولایت شورا ته بریالی نوماند حشمت خلیل کرزی هم په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
که څه هم د دیني عالمانو او قومي مخور وژنې له څو کلونو راهیسې دوام لري، خو نه یې تر اوسه مسؤولیت چا پر غاړه اخستی او نه یې هم قاتلین نیول شوي دي.
جمهور آژانس: پکتیکا

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین