۰

پاکستان پر افغانستان ۱۱۸ توغندي ويشتلي دي

پنجشنبه ۹ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۵
امنیتي چارواکي وايي پاکستاني پوځیانو له څو ورځو راهیسې یو ځل بیا د افغانستان په ختیځ کنړ ولایت توغندي ویشتلي دي.
پاکستان پر افغانستان ۱۱۸ توغندي ويشتلي دي

امنیتي چارواکي وايي پاکستاني پوځیانو له څو ورځو راهیسې یو ځل بیا د افغانستان په ختیځ کنړ ولایت توغندي ویشتلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له تېرو دریو شپو راهیسې پاکستاني ځواکونه د کنړ ولایت دانګام، شیګل او مروره ولسوالۍ تر پر لپسې راکېتي بریدونو لاندې نیولې دي.
د کنړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل وايي، له تېرې شپې راهیسې تر نن سهار پورې په دغه دریو ولسوالیو ۱۱۸ توغندي ویشتلي دي.
سیدخیل زیاته کړه، چې په دې توغندیو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو مالي زیان یې اړولی دی.
د پاکستان له خوا د توغندیو راویشتل د افغان حکومت او مدني ټولنو له سختوغبرګونونو سره مخ شوي، خو تر اوسه هم پاکستان دغه حملې نه دي بندې کړي.
باید وویل شي، چې پاکستان له تېرو دوه کلونو راهیسې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو د توغندیو ويشتل پیل کړي، چې ځینې وختونه یې ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.
جمهور آژانس
معروف سادات: ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین