۰

د اوباما د محاکمې پرېکړه ومنل شوه

پنجشنبه ۹ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۷
د امریکا مشرانو جرګې هغه پرېکړه منلې ده، چې پربنسټ یې ولسمشر بارک اوباما له ځپل واک نه د ډېرې ګټې اخیستو په تور محاکمه کېدای شی.
د اوباما د محاکمې پرېکړه ومنل شوه

د امریکا مشرانو جرګې هغه پرېکړه منلې ده، چې پربنسټ یې ولسمشر بارک اوباما له ځپل واک نه د ډېرې ګټې اخیستو په تور محاکمه کېدای شی.
په کانګرس کې جمهوریت غوښتونکو شکایت کړی و، چې ولسمشر اوباما د قانون په چوکاټ کې له خپل واک نه ډېره ګټه اخلي.
د بېلګې په توګه یې د هغې پرېکړې لپاره د لارې هواری بللی و، چې د کوچني عمر ناقانونه کډوالو د ستنولو په اړه یې کړې ده.
د دغې پرېکړې تاییدوونکو ویلي، اوباما د روغتیايي بیمې د قانون په تړاو له خپل واک نه ډېره ګټه اخیستې ده.
. پر دغې موضوع ۲۲۵ امریکايي استازو د موافق او ۲۰۱ د مخالفت رایې ورکړې
دوی ویلي وو چې له طالبانو سره د پنځو کلونو لپاره د بندي امریکايي د تبادلې په برخه کې یې هم له قانوني واک نه هاخوا عمل کړی.
وړاندې، په امریکا کې د ولسمشرانو د محبوبیت په تړاو یوې ترسره شوې نظر پوښتنې ښوولې وه چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر بارک اوباما د امریکایانو تر منځ تر ټولو لري.
نظر پوښتنه کې دا په ډاګه شوې چې ۳۰ سلنه امریکایانو د دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا بارک اوباما د امریکا تر ټولو خراب ولسمشر ګڼلی.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین