۰

د اسرائیلو په برید کې د حماس د پوځي مشر ښه او ماشومان وژل شوي

پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۵۷
حماس ډله وايي د اسرائیلو په هوايي برید کې د دوی د پوځي مشر محمد ضعیف ښځه او ماشومان وژل شوي دي.
د اسرائیلو په برید کې د حماس د پوځي مشر ښه او ماشومان وژل شوي

حماس ډله وايي د اسرائیلو په هوايي برید کې د دوی د پوځي مشر محمد ضعیف ښځه او ماشومان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اسرائیلو تر یوه لنډکي اوربند وروسته د سه شنبې په ورځ پر غزه بیا هوايي بریدونه پیل کړل.
اسرائیل وايي دغه بریدونه یې وروسته له هغه پیل

د اسرائیلو د ساینس وزیر او د امنیتي څانګې پخواني مشر یاکوف پیري ویلي چې "که موږ راپور نه درلودای چې ښاغلی ضیف هماغه کور کې دی نو موږ به پرې برید نه وای کړی.
کړل، چې د حماس له خوا پر اسرائیلو لسګونه توغندي و ویشتل شول.
اسرائیلي چارواکو ویلي چې دوی په دغه هوايي بریدونو کې هغه کور په نښه کړی، چې په کې د حماس ډلې پوځي مشر محمد ضعیف اوسېده.
د اسرائیلو د ساینس وزیر او د امنیتي څانګې پخواني مشر یاکوف پیري ویلي چې "که موږ راپور نه درلودای چې ښاغلی ضیف هماغه کور کې دی نو موږ به پرې برید نه وای کړی.
که څه هم حماس ډلې ویلي، چې د اسرائیلو په دغه هوايي برید کې د دوی د پوځي مشر ښځه او ماشومان وژل شوي، خو وايي مشر یې محمد ضعیف ژوندی دی او اوس هم د پوځي عملیاتو مشري کوي.
د حماس یوه چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې «ښاغلی
د حماس یوه چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې «ښاغلی ضیف اوس هم ژوندی دی او د اسرائیلو پر ضد د پوځي عملیاتو مشري کوي.»
ضیف اوس هم ژوندی دی او د اسرائیلو پر ضد د پوځي عملیاتو مشري کوي.»
د رپوټونو له مخې د محمد ضعیف پر کور د اسرائیلو تر هوايي برید وروسته ژغورنکې ډلې له ویجاړو او کنډوالو څخه د دریو تنو مړي را ایستلي دي.
رپوټونه وايي د محمد ضعیف د کورنۍ ویرجن خپلوان او زرګونو پلویانو د ښاغلي ضیف د ښځې وداد مصطفی مړی جنازې لپاره وړي او د غچ اخستلو شعارونه یې ورکول.
باید وویل شي چې پر غزه د اسرائیلو په خونړیو بریدونو کې تر اوسه پورې ۲۱۰۳ تنه فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین