۰

د اټغر ولسوالۍ ولسوال په ترافیکي پېښه کې ومړ

پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۱۲
چارواکي وايي، د زابل ولایت د اټغر ولسوالۍ ولسوال فضل الباري په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاس ورکړ او دوه لوڼې یې ټپیان شوې.
د اټغر ولسوالۍ ولسوال په ترافیکي پېښه کې ومړ

چارواکي وايي، د زابل ولایت د اټغر ولسوالۍ ولسوال فضل الباري په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاس ورکړ او دوه لوڼې یې ټپیان شوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ترافیکي پېښه تېره ورځ غرمه مهال د کابل- کندهار پر لویه لار د زابل ولایت د جنډې او شاجوی تر منځ پېښه شوې.
د زابل ولايت د امنيي قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني د دې پېښي پخلى کړى

باید و ویل شي د کابل- کندهار منځ لویه لار یو له هغه لارو ده، چې ګڼې ترافیکي پېښې پرې رامنځ ته کېږي او تر اوسه یې د سلګونو وګړو ژوند اخستی دی.
خو په اړه یې نور څه نه دي ویلي.
د زابل د مرکزي روغتون مشر زلمى رښتين وايي روغتون د فضل الباري مړى او د هغه دوې ټپي شوې لوڼې ور وړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې هم د ښار صفا ولسوالۍ په پل سنګي سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي وو.
باید و ویل شي د کابل- کندهار منځ لویه لار یو له هغه لارو ده، چې ګڼې ترافیکي پېښې پرې رامنځ ته کېږي او تر اوسه یې د سلګونو وګړو ژوند اخستی دی.
پر دغه لار زیاتره ترافیکي پېښې د ۳۰۳ ډوله موټر د ټکر او چپه کېدو له امله رامنځ ته کېږي، چې ترافیک چارواکي او مسافر یې لامل د لارې خراب پلونه او د موټر چلونکو ګړندی تګ په ګوته کوي.
جمهور آژانس: زابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین