۰

کابل کې چاودنې څلور سرتېري ټپیان کړل

پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۳۹
امنیتي چارواکي وايي په کابل ښار کې د واټ د غاړې د یوې چاودنې له امله د افغان ځواکونو څلور سرتېري ټپیان شول.
کابل کې چاودنې څلور سرتېري ټپیان کړل

امنیتي چارواکي وايي په کابل ښار کې د واټ د غاړې د یوې چاودنې له امله د افغان ځواکونو څلور سرتېري ټپیان شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي وايي، دغه چاودنه نن سهار د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې په سیمه کې شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو رييس سمونوال همايون عيني وايي، چاودنه د ملي اردو پر يوه موټر شوې ده.
د هغه په خبره په دې چاودنه کې څلور سرتېري ټپيان شوي دي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي، چې چاودنه د هغه چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوه، چې د دواد خان څلور لاري ته څېرمه د یوې ونې لاندې ځای پر ځای شوي وو.
تر اوسه د دغه چاودنۍ مسؤولیت چا پر غاړه نه اخستی او نه هم دفاع وزارت په دې اړه څه ویلي.
باید وویل شي، چې څه موده وړاندې هم د احمد شاه بابا مینې په سیمه کې د ملي اردو د افسرانو پر موټر چاودنه شوې وه، چې په کې یو شمېر افسرانو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین