۰

لغمان کې دوه وزیرستاني وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۸
چارواکي وايي وسله والو طالبانو په لغمان ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوسته برید کړی، چې د پولیسو په ځوابیه برید کې یو وزیرستانۍ طالب وژل شوی او بل ټپي دی.
لغمان کې دوه وزیرستاني وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

چارواکي وايي وسله والو طالبانو په لغمان ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوسته برید کړی، چې د پولیسو په ځوابیه برید کې یو وزیرستانۍ طالب وژل شوی او بل ټپي دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو تېره شپه د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په اسلام آباد سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې وسله وال برید کړی.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک جمهور آژانس ته وویل چې د وسله والو په دغه برید کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی دی.
د ده په خبره چې د پولیسو په ځوابیه برید کې یو وزیرستانی طالب وژل شوی او بل یې ټپي شوی دی.
نوموړی وايي دغه وزیرستاني طالبانو په سیمه کې د غلام الرحمن چې په مشهور په بلال دی تر قوماندې لاندې وسله وال فعالیتونه کول.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې هم په الیشنګ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهور آژانس
معروف سادات: ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین