۰

انټرپول پولیسو د کابل بانک د تورنو د نیولو هڅې پیل کړې

سه شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۷
د افغانستان د انټرپول یا نړیوالو پولیسو چارواکي وايي، چې د کابل بانک په قضیه کې د تورن کسانو د نیولو هڅې یې په ۱۹۰ هېوادونو کې پیل کړې دي.
انټرپول پولیسو د کابل بانک د تورنو د نیولو هڅې پیل کړې

د افغانستان د انټرپول یا نړیوالو پولیسو چارواکي وايي، چې د کابل بانک په قضیه کې د تورن کسانو د نیولو هڅې یې په ۱۹۰ هېوادونو کې پیل کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل بانک په قضیه کې له ۲۱ تورنو کسانو څخه ۷ تنه په افغانستان کې نیول شوي، خو پاتې ۱۴ تنه یې له هېواده په تېښته بریالي شوي دي.
د دغه کسانو د نیولو او د قضیې د بیا څېړلو امر افغان ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي کړی و، او له لویې څارنوالۍ یې غوښتي و، چې په دې اړه جدي پلټنې پیل کړي.
د ښاغلي غني تر دې فرمان وروسته لویه څارنولي او کابل پولیس په کار شول، چې د څو ورځو په ترڅ کې یې د دغه قضیې ۷ تنه تورن ونیول، خو پاتې نور یې له هېواده ووتل.
د دغه کسانو له وتلو وروسته د کابل د پولیسو مشر جنرال ظاهر ظاهر وویل هغه کسان چې له هېواده وتلي، نیونه یې د دوی له وسه پورته خبره ده او په وینا یې دغه کسان باید د نړیوالو پولیسو له خوا ونیول شي.
د جنرال ظاهر له دغه څرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان د انټرپول یا نړیوالو پولیسو چارواکو خبر ورکړ، چې د دغه قضیې په تورنو پسې یې به نورو هېوادونو کې د هغوی د نیولو هڅې پیل کړې دي.
د افغانستان د انترپول د څانګې د پولیسو مشرجنرال سید افندي نن رسنیو ته ویلي، چې دوی په ۱۹۰ هېوادونو کې د دغو کسانو د نیولو امرصادر کړی دی.
جمهور آژنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین