۰
عاصم باجوه:

تر اوسه په شمالي وزیرستان کې ۱۱۰۰ وسله وال وژل شوي

پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۳۷
د پاکستان دفاع وزارت چارواکي وايي، چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۱۰۰ وسله وال سخت دریځي وژل شوي دي.
تر اوسه په شمالي وزیرستان کې ۱۱۰۰ وسله وال وژل شوي

د پاکستان دفاع وزارت

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پاکستان پوځي مقامات وايي، دا عملیات لا هم په بریالیتوب روان دي او په وژل شویو کسانو کې بهرني سخت دریځي هم شتون لري.
چارواکي وايي، چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۱۰۰ وسله وال سخت دریځي وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پاکستان پوځي مقامات وايي، دا عملیات لا هم په بریالیتوب روان دي او په وژل شویو کسانو کې بهرني سخت دریځي هم شتون لري.
پاکستان پوځ دا هم ویلي،
پاکستان پوځ دا هم ویلي، کله چې دوی په شمالي وزیرستان کې عملیات پیلول نو له وړاندې یو شمېر وسله وال خیبر ایجنسي ته تښتېدلي، چې په خبره یې دوی هلته هم د وسله والو پر ضد سخت عملیات پیل کړي او ګڼو وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
کله چې دوی په شمالي وزیرستان کې عملیات پیلول نو له وړاندې یو شمېر وسله وال خیبر ایجنسي ته تښتېدلي، چې په خبره یې دوی هلته هم د وسله والو پر ضد سخت عملیات پیل کړي او ګڼو وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه تېره ورځ د خيبر پښتونخوا ايالت د بنو د بکاخېلو د ګډوالو په کمپ کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وویل چې که څه هم په شمالي وزيرستان کې عمليات په برياليتوب روان دي، خو د دې عملياتو د پاى ته رسېدو په اړه وخت نشي ټاکلى.
د هغه په خبره،

په شمالي وزيرستان کې يې د عملياتو پر مهال لسګونه ټنه چاودېدونکي مواد تر لاسه کړي، چې غېر فعالول يې ښايي ډېر وخت ونيسي.
نوموړي په ورته وخت کې دا هم ویلي، چې دوى به د وزيرستان له بې کوره شويو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي، چې دوى هغه مهال بېرته خپلو سيمو ته ستانه کړي، چې هلته امنيتي وضعيت ښه شوى وي.
باید وویل شي، چې پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون په ١٥مه نېټه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر ضذ پراخ پوځي عمليات پيل کړي.
جمهور آژانس

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین