۰

د لوګر د برید مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته ورسېده

شنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۱
چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د نن په موټر بم ځانمرګي برید کې د ولسي وګړو په ګډون ۲۹ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د برید مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته ورسېده

چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د نن په موټر بم ځانمرګي برید کې د ولسي وګړو په ګډون ۲۹ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه برید نن له غرمې مخکې د لوګر ولایت د ازرې ولسولۍ چوتره په سیمه کې رامنځ ته شوی دی
د لوګر د والي ویاند دین محمد دروېش وايي،برید د محلي پولیسو پر یوې پوستې شوی، خو د لوګر د ولایتي شورا رییس ډاکتر عبدالوکیل بیا وایي چې دغه برید د افغان ځواکونو پر کډې اډې شوی دی.
دورېش وايي، په دغه موټر بم برید کې شپږ محلي پولیس او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دغه راز ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دی وایي ټپیان ټول ولسي وګړي دي، چې شپږ تنه په کې ماشومان دي.
د ښاغلي دروېش په وینا د چاودنې له کبله درې کورونو او یوه جومات ته هم زیان اوښتی، چې وايي ټپیان شوي ملکي کسان په دغه جومات او کورونو کې د چاودنې پر مهال موجود وو. 
دی وايي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژآنس: لوګر

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین