۰

جرمني افغانستان ته ۸۵۰ پوځیان رالېږي

شنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۱۵
د جرمني د پارلمان غړیو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته د ۸۵۰ جرمني پوځیانو لېږل تصویب کړل. د دوی دا ماموریت به راتلونکې اوونۍ پیل شي.
جرمني افغانستان ته ۸۵۰ پوځیان رالېږي

د جرمني د پارلمان غړیو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته د ۸۵۰ جرمني پوځیانو لېږل تصویب کړل. د دوی دا ماموریت به راتلونکې اوونۍ پیل شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د جرمني د پارلمان ولسي جرګې د پنجشنبې په ورځ د ۱۰۲ مخالفو رایو په وړاندې په ۴۷۳ موافقو رایو دا ماموریت په داسي حال کې تصویب کړ چې د جرګې ۱۸ غړي حاضر نه ول.
جرمني له امریکا او بریتانیا وروسته په افغانستان کې تر ټولو زیات پوځیان لرل.
د دغه هیواد ځواکونه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې مېشت ول چې امنیتي وضعیت یې په نسبي ډول ښه دی.
جرمني تر یو کال پخوا پورې په افغانستان کې شاوخوا ۵ زره سرتېري لرل خو اوس په افغانستان کې د جرمني پوځیانو شمېر ۱۱۸۳ دی چې دا هم په راتلونکو دوو اوونیو کې خپل هیواد ته ځي.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین