۰

په افغان او عراق جګړه کې ۵۰۰۰۰ امریکایي سرتېري معیوب شوي

شنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۲۰
د امریکا د کانګرېس یو تازه راپور ښيي چې د افغانستان او عراق په جګړو کې نږدې ۵۰ زره امریکايي سرتېري معیوب شوي دي.
په افغان او عراق جګړه کې ۵۰۰۰۰ امریکایي سرتېري معیوب شوي

د امریکا د کانګرېس یو تازه راپور ښيي چې د افغانستان او عراق په جګړو کې نږدې ۵۰ زره امریکايي سرتېري معیوب شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کانګرېس دغه راپور تېره ورځ خپور شوی او په کې راغلي، چې د دغو معیوبو سرتېرو له ډلېشاوخوا زرو تنو یې د چاودېدونکو توکو له امله د خپل بدن ځینې غړي له لاسه ورکړي دي.
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان او عراق په جګړه کې د زیانمنو شویو امریکايي سرتېرو دغه کچه د ویتنام د جګړې په پرتله لوړه ده.
په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شو او ټاکل شوې چې د روانې ډسمبر میاشتې په وروستۍ نېټه پای ته ورسېږي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین