۰

طالبانو د پېښور د ۶ بریدکوونکو تصویرونه خپاره کړل

شنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۳۷
پاکستاني طالبانو د پېښور په یوه پوځي ښوونځي د شپږو تنو بریدونو کوونکو تصویرونه نړیوالو رسنیو ته ولېږل او د ورته نورو بریدونو خبردارۍ یې ورکړی دی.
طالبانو د پېښور د ۶ بریدکوونکو تصویرونه خپاره کړل

پاکستاني طالبانو د پېښور په یوه پوځي ښوونځي د شپږو تنو بریدونو کوونکو تصویرونه نړیوالو رسنیو ته ولېږل او د ورته نورو بریدونو

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د شپږو تنو دغه ګډ تصویر تر برید څو ورځې وړاندې په ناڅرګند ځای کې اخیستل شوی او تر برید وروسته د طالبانو د تحریک ویندوی محمد خراساني نړیوالو رسنیو ته لېږلی دی.
خبردارۍ یې ورکړی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د شپږو تنو دغه ګډ تصویر تر برید څو ورځې وړاندې په ناڅرګند ځای کې اخیستل شوی او تر برید وروسته د طالبانو د تحریک ویندوی محمد خراساني نړیوالو رسنیو ته لېږلی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې طالبانو ویلي چې دا برید یې د پاکستان پوځ ته د درس ورکولو لپاره کړی او که یې بیا هم په وزیرستان او نورو سیمو کې د دوی د بچیانو وژلو ته دوام ورکړ، دا ډول نورې حملې به وکړي.
د طالبانو د تحریک ویندوی محمد خراساني وویل:«دا برید پاکستاني پوځ ته د سبق ورکولو لپاره
د طالبانو د تحریک ویندوی محمد خراساني وویل:«دا برید پاکستاني پوځ ته د سبق ورکولو لپاره شوی. موږ د پاکستان عامو خلکو ته خبرداری ورکوو چې ځان له پوځیانو لېري کړي، ځکه چې دا ډول نورې حملې هم په راتلونکې کې کوو.»
شوی. موږ د پاکستان عامو خلکو ته خبرداری ورکوو چې ځان له پوځیانو لېري کړي، ځکه چې دا ډول نورې حملې هم په راتلونکې کې کوو.»
پاکستاني رسنۍ وايي چې دا برید د طالبانو د تحریک د مشر ملا فضل الله په حکم شوی چې په افغانستان کې پټ دی.
افغانستان په خپله خاوره کې د ملا فضل الله د پټېدو په اړه د پاکستان ادعاوې په کلکه رد کړي دي.
افغان چارواکي وايي چې پاکستاني چارواکي دا ډول ادعاوې د دې لپاره کوي چې په خپله له تورونو خلاص شي.
د دوی په وینا پاکستان له تېرو ۱۳ کلونو راهیسي د افغان طالبانو د مشرانو کوربه او ملاتړ کوونکی دی. جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین