چارواکي وايي په هلمند ولایت کې د یوه موټر بم ځانمرګي برید له امله د افغان پوځیانو په ګډون ۱۴ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه برید نن ماسپښین څه باندې دوه بجې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په انار باغ سیمه کې رامنځ ته شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي ځانمرګي موټر بم برید کوونکي د افغان پوځیانو او ولسي وګړو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
دی زیاتوي، چې په برید کې پنځه ولسي وګړي او دوه افغان پوځیان وژل شوي او دغه راز درې ولسي وګړي او څلور افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند وايي په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.
جمهور آژآنس: هلمند